د مقام د دفتر ریاست

دغه ریاست د عامه‌ساتنې ملي تصدۍ معینیت د مقام تر مستقیم اثر لاندې فعالیت کوي، چې د پیژند، اسنادو او اړیکو، پلان او پالیسۍ د عمومي‌مدیریتونو، د مطبوعاتو او نشراتو، حقوقو او بشري‌سرچینو د کنټرول د آمریتونو او د قرارګاه قطعې د تشکیل په درلودلو سره خپلې چارې پرمخ وړي.
د ساتني د کاري‌پلان ترتیبول، له رییسانو، کورنیو او بهرنیو سلاکارانو او پیرودونکو سره د ساتنې د مقام د ورځنیو سپارښتونو تعقیبول او د جلسو تنظیمول، د ریاست الوزرا د حکمونو، د وزیرانو شورا د مصوبو او د عامه‌ساتنې ملي تصدۍ معینیت د اوامرو او دایرکتیفونو تکثیرول، د کورنیو چارو وزارت او د عامه ساتنې د مقام د اوامرو ثبتول، چې په ټوله کې د یاد ده عامه ساتني د ملکي او نظامي برخو فعالیتونه تر پوښښ لاندې نیسي؛ د یاد ریاست له له عمده‌دندو څخه شمیرل کیږي.