د لوګر لپاره د ترهګرو طالبانو د نظامي کمېسيون مشر ونيول شو
نن د ملي پوليسو ځانګړو ځواکونو د لغمان ولايت په قرغه يي ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد يو لړ هدفمند عمليات ترسره کړي دي.
د يادو عملياتو پر مهال د لوګر ولايت لپاره د ترهګرو طالبانو د نظامي کمېسيون مشر "ملا انار ګل" چې په "حکمت" مشهور دى؛ له يو بل همکار سره يې يو ځاى نيول شوي دي.
د حکمت همکار د سړک غاړې ماينونو په جوړونې او خښونې کې مهم نقش درلود.
له يادو کسانو څخه يو ميل وسله هم د پوليسو لاسته ورغلې.
هېره دې نه وي چې ملا انار ګل د کابل په ارغندې سيمه کې د ترورېستي کړنو په ترسراوي هم تورن دى.