د فاریاب اندخوی ولسوالۍ د ترهګرو طالبانو له ولکې ازاده شوه
![6](/sites/default/files/2021-06/204325391_2045530778918142_4556743415489062835_n_1.jpg)
نن سهار ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ د ترهګرو طالبانو له کنتروله ازاده کړه.
پدې عملیاتو کې ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او همدارنګه ګڼې وسلې او مهمات یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ د پکتیا ولایت احمدابا او سیدکرم ولسوالۍ هم د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې شوې دي.