د غیر دولتي پروژو د ساتنې ریاست

دغه ریاست چې د عملیاتي چارو معاونیت تر چتر لاندې فعالیت کوي، د خپلو محافظتي‌طرزالعملونو سره ‌سم د هیواد په پلازمینه او ولایتونو کې د غیر دولتي پروژو څخه د ساتنې مسوولیت پر غاړه لري؛ یاد ریاست که له یوې خوا له غیر دولتي شرکتونو او ادارو څخه ساتنه کوي؛ له بلې خوا د هیواد د مالي‌ عواید د ودې په برخه کې هم ګټور تمام شوی.