د غور ولایت ټولو ولسوالیو ته حساس او غیرحساس ټاکنیز مواد ولېږدول شول.

تېره ورځ د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له لوري د ټولو حساسو او غیر حساسو موادو لېږد پیل شو او امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوا او ځمکې له لارې بې له کوم خنډ او ځنډه په بریالیتوب سره ورسول.
د غور ولایت امنیه قومندان غور مېشتو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې ستاسو امنیتي او دفاعي ځواکونه به پوره همغږۍ سره د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو امنیت ټینګ کړي او پدې برخه کې به هېچاته ته د هېڅ ډول خنډ رامنځته کولو اجازه ورنه کړي.