د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ "سمک" سیمه په بشپړه توګه د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکه شوه

درې ورځې دمخه امنیتي او دفاعي ځواکونو د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ په "سمک" سیمه کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې یاده سیمه په بشپړه توګه د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکه کړې ده.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې ۵۵ ترهګر طالبان وژل شوي او د ترهګرو طالبانو ۱۴ کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړل شوي دي.
له عملیاتو وروسته چې امنیتي او دفاعي ځواکونو کومه غونډه د دولتیار ولسوالۍ له مېشتو سره درلوده؛ دوی ته یې ډاډ ورکړ چې له دې وروسته به ترهګرو طالبانو ته د دې اجازه ورنه کړي، چې په دې سیمه کې ترورېستي او تخریبي فعالیتونه ترسره کړي او د سیمې د خلکو د مالي او ځاني زیان اړولو لامل شي.