د غزني په اببند کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
د غزني ولایت په اببند ولسوالۍ کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته کې د یادې ډلې د یوه سیمهییز قوماندان "سلیمان" په ګډون ۱۴ طالبان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
یاده پېښه پرون ماسپښين هغه مهال په "ګودیان" کلي کې رامنځته شوه، چې ترهګرو طالبانو پر ملي پولیسو برید وکړ، چې د ملي پولیسو په ځوابیه برید کې هم ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.
همداراز؛ د پېښې په سیمه کې څلور کړۍ ماینونه چې د ترهګرو طالبانو له لوري د ملکي مرګ ژوبلې په پار ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.