د طالبانو له خوا د ملکي خلکو موخه ګرځول د خلکو پر وړاندې د دوی د خوارۍ او جنایت اوج ښيي

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۷ - ۱۸:۳۸
1

د کورنیو چارو د وزیر محمدمسعود اندرابي په مشرۍ نن له غرمې مخکې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونې، ننګونو ته پر رسېدنې او همدارنګه د قانون د تنفیذ په پار ویډیويي غونډه ترسره شوه. 
د کورنیو چارو وزیر د ولایتونو د امنیه قوماندانانو د راپورونو تر اورېدو وروسته وویل، چې ترهکرو طالبانو د جګړې په ډګرونو کې تر درنو ماتو وروسته د خبریالانو، مدني ټولنې د استازو، دیني عالمانو او قومي مشرانو موخه ګرځولو ته مخه کړې او د دوی دا کړنه د افغانستان د خلکو پر وړاندې د خوارۍ او جنایت هسکه څوکه ښيي. 
محمدمسعود اندرابي زیاته کړه، چې د ترهګرو د شومو موخو د له منځه وړلو په پار د امنیتي ځواکونو جدي مبارزه روانه ده او کورنیو چارو وزارت به د مدني فعالانو، خبریالانو او دیني عالمانو د امنیت ساتنې په برخه کې خپلې هڅې هم لا ګړندۍ کړي.
ښاغلي اندرابي د دې غونډې په څنډه کې د پولیسو اړتیاو ته پر رسېدنې ټینکار وکړ او اړونده چارواکو ته یې لارښوونه وکړه، څو د هېواد په کچه د پولیسو اړتیاو ته په ځانګړې توګه ژمنیو اړتیاو ته بېړنۍ رسېدنه وکړي. 
بل‌خوا؛ د کورنیو چارو وزیر د ولایتونو امنیه قوماندانانو ته څرګنده کړه، چې د پولیسو له مرګ ژوبلې د مخنیوي او د دوی له کورنیو ملاتړ ته پاملرنه وکړي او خبرداری یې ورکړ، چې په یادو شویو برخو کې د سرغړونې په صورت کې به چارواکي تر ګروېږنو لاندې راشي.