د طالبانو د فعالیتونو له کبله ۴۵۷ ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شوي

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۳ - ۱۳:۳۰
7

طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام په تېرو دوه اونیو کې ۱۲۱ ولسي وګړي شهیدان او ۳۳۶ نور یې ټپیان کړي دي.
طالبان په پوره بې غورۍ سره د افغانستان د خلکو او خپلو ژمنو پرضد عمل کوي چې د دغو ترورېستي فعالیتونو له امله د هېواد د ۲۹ ولایتونو له ډلې تر ټولو زیات تلفات په کندهار، بغلان، ننګرهار او لوګر ولایتونو کې خلکو ته اوښتي.
د ولسي خلکو وژل او هدف ګرځول د ټولو انساني، دیني، اخلاقي او جنګي ارزښتونو خلاف عمل دی؛ هغه څه چې طالبان یې په دوامداره توګه ترسره کوي.