د شنو ونو د وهلو او لرګیو له قاچاق څخه په کنړ ولایت کې مخنیوی وشو

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۳۰
بیسیب

د کنړ امنیه قومندانۍ د ځنګلونو ساتنې قطعې منسوبینو، د دغه ولایت په اړونده ولسوالیو کې د ځنګلونو او شنو سیمو د غیر قانوني قطع کولو د مخنیوي په موخه کنترول او نظارتي اقدامات ترسره کړل.
د دغه اقداماتو او عملیاتو په ترڅ کې، دوه تنه چې یوه اندازه لرګي یې په غیرقانوني توګه لېږدول د قیمتي لرګیو بار کړي موټر سره یو ځای ونیول شول.
د ځنګلونو د ساتنې قومندان شمس الحق سرحدي وایي چې، د یادې قومندانۍ منسوبین شپه او ورځ هڅه کوي چې د کنړ شنې سیمې د غیر قانوني قطعه کولو او خرابولو څخه وساتي او د لرګیو غیرقانوني لېږد مخه ونیسي.