د شمالختیځ زون د مسئولینو د همغږۍ غونډه په سرپل ولایت کې ترسره شوه

په سرپل ولایت کې د شمالختیځ زون د مسئولینو د همغږۍ غونډه د بلخ، فاریاب، سرپل، جوزجان او سمنګان ولایتونو د والیانو، امنیه قومندانانو، د علماوو د شورا رئیسانو او د استخباراتو مسئولینو په ګډون ترسره شوه.
غونډه د سرپل والي الحاج مولوي محمد ظریف مظفر په وینا پیل شوه، نوموړي میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د امنیت د ټینګښت، د ملي روحیې پیاوړي کولو او اقتصادي ودې په برخه کې د مسؤلینو د ګډو هڅو مننه وکړه.
یاده ناسته چې د بلخ والي الحاج ملا محمد یوسف وفا په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د ولایتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا، د امیرالمؤمنین حفظهالله د فرامینو غوره پلي کېدو، په ستراتیژیکو سیمو کې د امنیت پر ټینګښت، د مهاجرینو ستونزو ته رسېدو، د بازار د بیو کنټرول، د کوکنارو د کښت مخنیوي او د امر بالمعروف د قانون د تطبیق په اړه مفصل بحث وشو.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د اقتصادي ودې لپاره دې د سوداګرو په همکارۍ د سهامي شرکتونو د جوړېدو چارې پیل شي. همدارنګه د بېسرنوشته مجاهدینو ستونزې، له مجرمینو سره قانوني چلند او اړوند نور مهم موضوعات د غونډې د بحث برخه وه.