د سمنګان امنیتي او دفاعي ځواکونه د تلې د ۶ ټاکنو لپاره تیاری لري.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۱ - ۹:۲۲
ک

د سمنګان ولایت د مقام دفتر په تالار کې د ټاکنو د امنیتي طرحې د ارزونې په هدف غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د سمنګان والي په شمول، د دې ولایت امنیه قومندان، د امنیت ریاست مرستیال، د عامه نظم کنډک قومندان او نورو کشفي او استخباراتي مسوولینو ګډون کړی و.
د سمنګان ولایت امنیه قومندان د امنیتي مسوولینو په استازولۍ ډاډ ورکړ، چې د ټاکنو لپاره بشپړ امنیتي تیارۍ نیول شوي او د ټاکنو د ورځې امنیت ساتنې لپاره بشپړه همغږي لري.
نوموړي همداراز زیاته کړه، چې د امنیت ساتنې په برخه کې د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خلکو همکاري اړینه ده او سمنګان مېشتي باید پدې ورځو کې له پولیسو سره په پوره همغږۍ کې کار او مرسته وکړي، څو له ترهګریزو پېښو مخنیوی وشي.