د سرپل ولايت امنيه قومندان پدې ولايت کې د ټاکنو له ولايتي کمېسيون څخه ليدنه وکړه.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۸:۴۲
f

نن له غرمې مخکې د سرپل ولايت امنيه قومندان پدې ولايت کې د ټاکنو له ولايتي کمېسيون څخه ليدنه وکړه.
امنيه قومندان د ټاکنو ولايتي کمېسيون چارواکو ته ډاډ ورکړ، چې ملي پوليس به يې په بشپړ ډول امنيت ساتي او دښمن ته به د دې فرصت ورنه کړي چې د تاکنو په وړاندې خنډ جوړ کړي.
د سرپل امنيه قومندان امنيتي مسوولينو ته د لا زياتې همغږۍ سپارښتنه وکړه او ويې ويل، چې ټاکنې ملي پروسه ده او د امنيت د ټينګښت په برخه کې يې بايد هېڅ ډول هڅې ونه سپمول شي.