د سرحدي پولیسو لوی ریاست لپاره نوی ملکی مرستیال معرفي شو

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په حکم، حافظ محمد ظریف خطاب د سرحدي پولیسو لوی ریاست ملکی مرستیال په توګه وټاکل شو. نوموړی نن د یوې ځانګړې غونډې پر مهال د سرحدي پولیسو لوی رئیس الحاج مولوي حزبالله افغان او نظامي مرستیال الحاج مولوي عبدالمنان حسان لهخوا مسؤلینو ته ورمعرفي شو.
ښاغلي افغان په خپله وینا کې د اسلامي امارت له پرېکړو د اطاعت او د نظام د پیاوړتیا لپاره د تجربو د تبادلې اهمیت یادونه وکړه.
په مراسمو کې د یاد ریاست نظامي مرستیال الحاج مولوي عبدالمنان حسان په اداري او تخنیکي همغږۍ کې د لا پیاوړتیا هیله څرګنده کړه.