د سرحدي شرطې منسوبینو غونډه؛ پر نظم، مسؤولیت‌منلو او غوره خدمتونو ټینګار وشو

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۳
sdafdsaf

د سرحدي شرطې لوی ریاست منسوبینو ته په جوړه شوې غونډه کې د دندو د ښه ترسره کولو، نظم او انضباط، مسؤولیت‌منلو او مراجعینو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په اړه سپارښتنې وشوې.

د سرحدي شرطې لوی رئیس، مولوي عبدالرحیم (احمد)، پر منظمې حاضرۍ، د دندو پر صادقانه ترسره کولو، له غفلت او بې‌پروایۍ څخه پر ډډه کولو او له مراجعینو سره پر عادلانه او درناوي ډک چلند ټینګار وکړ. نوموړي همداراز پر جماعت سره د لمانځه ادا کولو او د چارو د ښه والي لپاره د منسوبینو د رغنده وړاندیزونو پر شریکولو ټینګار وکړ.

په پای کې د سرحدي شرطې نظامي مرستیال، مولوي عبدالمنان حسان له منسوبینو وغوښتل چې خپلې دندې په صداقت او اخلاص ترسره او د چارو د لا ښه والي لپاره له مسؤولینو سره همکاري وکړي.