د زابل پولیسو د دې ولایت د ملکي روغتون د بیارغولو په موخه مالي مرسته وکړه.
د زابل ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو خپل د یوې ورځې معاش د زابل ملکي روغتون د بیارغولو لپاره ورکړ.
په زابل کې د ملکي روغتون د بیارغولو په هدف غونډه کې په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازي زلمي زابلي، د زابل مرستیال والي محمد تواب، د زابل امنیه قومندان مل پاسوال نجیب الله سرتېر، د ولایتي شورا رییس عطا جان حقبیان او یو شمېر قومي مشرانو، مدني فعالانو او متنفذینو ګډون کړی و.
پدې غونډه کې د زابل ولایت امنیه قومندان مل پاسوال نجیب الله سرتېر د زابل پر ملکي روغتون د تېرې اونۍ برید یو وحشیانه او غیرانساني عمل یاد کړ او ویې ویل، چې د دې روغتون د بیارغولو په هدف د زابل پولیس د خپلې یوې ورځې معاش مرسته کوي؛ څو د روغتون د بیا رغولو چارې په چټکۍ سره پیل شي.
د غونډې په پای کې د زابل پولیسو هم ډاډ ورکړ چې د زابل مېشتو امنیت به په کلکه ساتي او هېچاته به د دې اجازه ورنه کړي، چې عامه خدمتي ودانۍ د خلکو پر مخ وتړي او یا ویجاړې یې کړي.