د زابل په دای چوپان ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال مولوي عبدالباري او د عملياتو مسئول يې فريد او ملوک وژل شوي.
بېګا شپه ناوخته د زابل په دای چوپان ولسوالۍ کې طالب ترهګرو د دغې ولسوالۍ په ودانۍ بريد کړی و چې د پوليسو لخوا طالب ترهګرو ته شديده مرګ ژوبله اوښتې. په دغه جګړه کې د طالب ترهګرو د درې مشرانو په ګډون ۴۵ تنه وژل شوي او ۲۰ نور يې زخميان دي. د طالبانو تش په نوم ولسوال مولوي عبدالباري، د عملياتو مسئول يې فريد او وحشي قومندان ملوک يې هم وژل شوي.