د روان کال په پنځو میاشتو کې ۱۵۴۵ تنه د ۳۵۶ ټُنه نشه يي توکو د لېږد په تړاو نیول شوي.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۰ - ۹:۱۳
س

نن محمد هاشم اورتاق د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معین د یوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت منسوبینو لاسته راوړنې شریکې کړې.

محمد هاشم اورتاق وویل، چې د روان کال د پنځو میاشتو په لړ کې له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت منسوبینو د ۱۳۰۳ بېلابېلو شپنو-ورځنیو عملیاتو په ترڅ کې ۱۵۴۵ تنه د ۳۵۶ ټُنو نشه يي توکو د لېږد په تړاو نیولي دي.

ښاغلي اورتاق د نشه يي توکو د تولید او پروسېس د کارخونو په له منځه وړو د ټینګار ترڅنګ وویل، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په کچه د نشه يي توکو د تولید او پروسېس ۵۹ کارخونې له منځه وړې او همداراز ۱۵۹ میله بېلابېلې وسلې، ۱۹۷ عرادې لېږدوونکې واسطې، ۵۱۱ سیټه موبایلونه او نهه د مخابرې دستګاوې د پولیسو لاسته ورغلي دي.

په همدې حال کې له نشه يي توکو سره د مبارزې معین په نشه يي توکو د روږدو په ټولولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د تېرو پنځو میاشتو په لړ کې په کابل کې ۲۲۲۰ روږدي راټول او تر درملنې لاندې یې نیولي.

د یادونې وړ ده چې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت د ۴۴ عملیاتو په ترڅ کې ۴۳۵ هکټاره ځمکه د کوکنارو له شتونه پاکه کړې او ۲۰۶ ټُنه نشه يي توکي یې سوځولي دي.