د خوست ولایت د امنیه قومندان د شهادت په تړاو د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د ډاډګیرنې پيغام
ترهګرو طالبانو د روژې مبارکې میاشتې په لړ کې د خپلو کړو جنایتونو په دوام تېره شپه د سړک غاړې ماین خښونې په وسیله د خوست ولایت امنیه قومندان ملپاسوال سید احمد بابازی له درېیو نورو منسوبینو سره یوځای په شهادت رسولي دي.
د کورنیو چارو وزارت رهبري د شهید ملپاسوال سید احمد بابازي په ګډون د ملي پولیسو درېیو نورو منسوبینو کورنیو ته د خواخوږۍ او غمشریکۍ ژور مراتب وړاندې کوي او د خدای تعالی له درباره شهیدانو ته د شهادت لوړ مراتب او ټپيانو ته د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کوي.
شهید ملپاسوال بابازی د هېواد رښتینی او زړور بچی و، چې د امنیت ساتنې او وړو خدمتونو له ترسراوي وروسته یې په دې مقدسه لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د شهید بابازي د سنګر ملګرو ته ډاډ ورکوي، چې د شهید وینې بدله به اخلي.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه په استازولۍ د شهید مل پاسوال بابازي د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی و او د شهید بابازي کورنۍ ته یې د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ او منسوبینو په استازیتوب د تسلیت ژور مراتب وړاندې کړل.