د خوست والي د بېلابېلو ولسوالیو له ولسونو سره وکتل
خوست والي الحاج مولوي عبدالرحمن حقاني د یوه ګډ پلاوي په ملتیا د علیشېرو-تریزیو، ځاځي میدان، باک او صبریو-یعقوبیو ولسوالیو ته د سفر پر مهال د قومي مخورو، علماوو او سیمهییزو مسؤلینو سره جلا جلا ناستې ترسره کړې، چې په ترڅ کې یې د ولسونو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه له نږدې واورېدل. نوموړي وویل، اسلامي امارت د ولسونو په همکاریو او قربانیو رامنځته شوی او د نظام پیاوړتیا، د امنیت ټینګښت او د خلکو د ستونزو حل د ولس او حکومت د متقابل باور او نږدې اړیکو له لارې ممکن دی. هغه ډاډ ورکړ چې د ولسوالیو ستونزو ته به د امکاناتو په چوکاټ کې رسېدنه وشي او هغه موضوعات چې مرکزي پاملرنې ته اړتیا لري، له اړوندو مراجعو سره به شریک شي. خوست والي همداراز د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۱۷مې ګڼې فرمان پر تطبیق، د قومي مشرانو له لوري د خپلمنځي شخړو پر حل او د فرضي کرښې په اوږدو کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ولسونو پر همکارۍ ټینګار وکړ. په ورته مهال، قومي مخورو او علماوو د اسلامي امارت د ملاتړ، د امنیت د ټینګښت او د ولس او حکومت ترمنځ د همغږۍ د لا پراختیا په برخه کې د هر راز همکاریو ډاډ څرګند کړ.