د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې درې تنه د ۱۸ کیلوګرامه سرو زرو د قاچاق په تړاو ونیول شول

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې درې تنه د ۱۸ کیلوګرامه سرو زرو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
نیول شویو کسانو غوښتل یاد سره زر په غیرقانوني توګه له هېواد څخه بهر ته قاچاق کړي، چې د پولیسو لخوا نیول شوي دي.