د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور ونیول شول.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۵ - ۱۳:۲۳
a

د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو له خوا دوه تنه هغه مهال ونیول شول، چې غوښتل یې نهه کیلو ګرامه شیشه بهر ته قاچاق کړي.
نیول شویو کسانو نشه يي توکي د ځانپاک په منځ او کالیو کې ځای پر ځای کړي وو، چې موخې ته له رسېدو مخکې د سرحدي پولیسو له خوا کشف او ضبط شول.