د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګره درې قاچاقبران ونیول شول.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲ - ۱۰:۱۲
s

تېره ورځ د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې درې تنه قاچاقبران د څه باندې درې کیلو ګرامه نشه يي توکو د لېږد په تړاو د هوايي ډګر د سرحدي پولیسو له خو تر پېژندنې وروسته ونیول شول.
یادو کسانو ۳۳۸ قرصه د هیرویینو کپسول په ځان کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې چې هندوستان هېواد ته یې ولېږدوي، چې موخې ته له رسېدو مخکې د سرحدي پولیسو له خوا کشف او ضبط شول.