د تامیناتو ریاست

د تامیناتو ریاست د عامه‌ساتنې ملي تصدۍ معینیت له مهمو او بنسټیزو ریاستونو څخه شمیرل کیږي، یاد ریاست د هیواد په کچه د عامه‌ساتنې ملي تصدۍ د ځواکونو مفروشاتو او تاسیساتو د اکمالاتي پلان جوړولو او د اړتیاوو جدول ته په‌کتو د وسلو، مهماتو، تجهیزاتو، وسایطو او تخنیکي او الکترونیکي وسایلو د پلان چمتو کولو او ویشلو مسوولیت په غاړه لري.