د بلخ والي د شپږو هېوادونو له قونسلانو سره د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
د بلخ والي الحاج ملا محمد یوسف وفا د مزارشریف ښار کې د یو لړ بهرنيو دیپلوماتانو سره وکتل. په دې کتنه کې د ترکمنستان جنرال قونسل، د پاکستان د جنرال قونسلګرۍ سرپرست، د ایران سرقونسل، د ترکیې د جنرال قونسلګرۍ سرپرست، د ازبیکستان قونسل، د قزاقستان د سفارت تجارتي استازی، او د بلخ د بهرنیو چارو ریاست رییس مولوي محمد امین صادق حضور درلود.
د بلخ والي د یادو هېوادونو له استازو مننه وکړه او څرګنده یې کړه، چې په هېواد کې سراسري امنیت تأمین شوی، فساد له منځه وړل شوی او یو واحد اسلامي حکومت د هېواد د چارو رهبري پر غاړه لري. نوموړي له یادو استازو وغوښتل، چې د بېوزلو هېوادوالو، په ځانګړي ډول راستانه شوو کډوالو سره د بنسټیزو خدمتونو لکه د څښاک اوبو، روغتونونو، ښوونځیو، استوګنځایونو او ویزو د اسانتیاوو په برخه کې همکاري پراخه کړي. د یادو هېوادونو استازو له اړوندو افغان ادارو سره د بشري، فرهنګي، روغتیايي، تعلیمي، تجارتي، زراعتي او بنسټیزو همکاریو ډاډ ورکړ او روان وضعیت یې د ګډو همکاریو لپاره مثبت وبللو.