د بغلان په ده‌صلاح ولسوالۍ کې د دوو کورنیو څو کلنه دښمني حل شوه

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۹:۲۸
zxcvbvczbxvcb

د بغلان ولایت د والي الحاج مولوي عبدالله مختار، د ده‌صلاح ولسوالۍ د ولسوال، علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب، په دې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ څو کلنه دښمني، چې د یوه کس د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو سبب شوې وه حل شوه او دواړو کورنیو جوړه وکړه.

د دواړو کورنیو غړو د روغې جوړې هرکلی وکړ او د علماوو، قومي مشرانو، سیمه‌ییزو مسوولینو او د بغلان ولایت مقام له هڅو او همکارۍ یې مننه وکړه.

د ده‌صلاح ولسوالۍ سیمه‌ییز مسوولین وایي، په تېرو څو میاشتو کې د علماوو، قومي مشرانو او سیمه‌ییزو مسوولینو په همکارۍ، د قومي جرګو له لارې د قومي او کورنیو دښمنیو، وژنو او نورو شخړو له ۷۰ ډېرې قضیې حل او فصل شوې دي.