د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو استخباراتي مسوول ونیول شو

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۷ - ۱۳:۲
ب

د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو استخباراتي مسوول "ذین الله" نومی نیول شوی دی.
یاد کس د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې منسوبینو لخوا د نهرین ولسوالۍ په "اګري" کلي کې د یو لړ عملیاتو په پایله کې نیول شوی دی.
ذین الله نومي د استخباراتي مسوولیت سربېره په نهرین ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماینونو پر ځای پر ځای کولو او د ترهګریزو پېښو په طرح کې هم لاس درلود.