د بغلان ولایت د بورکې ولسوالۍ د ودانۍ جوړیدو پرانیسته د ۲۱ ميلونه افغانيو په ارزښت نن د یو شمېر مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۱۱:۵۹
zczczc

د بغلان ولایت د بورکې ولسوالۍ د ودانۍ جوړیدو پرانیسته د ۲۱ ميلونه افغانيو په ارزښت نن د یو شمېر مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په يادو مراسمو کې د بغلان مرستيال والي، د کورنيو چارو وزارت د تعميراتو رييس، د ياد ولايت امنيه قومندان او يو شمېر نورو مسؤلينو برخه اخيستې وه.

په پام کې چې د يادې ولسوالۍ د وادانۍ د جوړيدو چارې په شپږو مياشتو کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.