د بغلان د کېله ګي اړوند سیمې او همدارنګه خنجان ولسوالۍ د ترهګرو طالبانو له کنتروله ازاده شوه
ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د بغلان ولایت خنجان ولسوالۍ او همدارنګه د کېله ګي اړوند سیمې د ترهګرو طالبانو له ولکې ازادې کړې دي.
پدې عملیاتو کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې عملیاتو په پایله کې د ترهګرو درې عرادې لېږدوونکې واسطې له یو اندازه وسلو او مهماتو سره د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي دي.