د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو یوه ډله متلاشي شوه
د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د ملي پولیسو د اوپراتیفي اقدام په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو پینځه کسیزه ډله متلاشي شوه.
یادې ډلې غوښتل چې د بهارک ولسوالۍ په "ابخوره" کلي کې ناامني رامنځته کړي، چې د پولیسو د پر وخت اقدام په پایله کې پېژندل شوې او د نښتې په پایله کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي، دوه ټپیان او یو یې نیول شوی دی.