د امنیتي چارو ستر معینیت درستیزوال د شرطې ځانګړو ځواکونو له عمومي قوماندان سره وکتل
د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر معینیت، درستیزوال الحاج مولوي حزبالله افغان، په خپل کاري دفتر کې د شرطې ځانګړو ځواکونو له عمومي قوماندان، الحاج مولوي محمد امین جان فتحالله، سره وکتل. په دې کتنه کې د شرطې ځانګړو ځواکونو عمومي قوماندان د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د امنیتي وضعیت او د ځانګړو شرطې قطعاتو د فعالیتونو په اړه تفصیلي راپور وړاندې کړ. ښاغلي افغان د قطعاتو د نظم او ډسپلین، د ځواکونو د لا غښتلتیا او د هېوادوالو د امنیت د لا خوندي کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د امنیت د ساتنې او د ولس د ارامۍ او امنیت د تأمین په برخه کې هر ډول غفلت د منلو وړ نه دی.