د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر قدرمن خلیفه سراج الدین حقاني او سوریې عربي جمهوریت د باندنیو چارو محترم وزیر اسعد شیباني تر منځ ټلیفوني خبرې وشوې.

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۹
سیبلسی

په دې ټلیفوني اړیکه کې دواړو لورو یو بل ته نېکې هیلې او پيرزوینې وړاندې کړې او د اړیکو د لا پیاوړتیا پر اهمیت وغږېدل. همدارنګه د سیمې د وروستي وضعیت په اړه بحث وشو، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان تر منځ د روان وضعیت اړوند موضوعات هم وڅېړل شول.
دواړو لوریو د خبرو، تفاهم او د مسایلو ډيپلوماتیک حل غوره وباله.