د اسلامي امارت د سیمهییزو مسئولینو یو پلاوی د بامیان ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې د څړځای پر سر د رامنځته شوې شخړې د هواري په موخه یادې ولسوالۍ ته ورغلل
د اسلامي امارت د سیمهییزو مسئولینو یوه پلاوي، چې د بامیان ولایت والي قاري ګلحیدر شفق، د یاد ولایت امنیه قوماندان مولوي حبیبالله شاکر، د استخباراتو رییس مولوي خلیلالرحمن حذیفه او د سرحدونو او قبایلو چارو آمر قاري محبالله سجاد پکې شامل وو، د کوچیانو او د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ د څړځای پر سر رامنځته شوې شخړې د هواري په موخه د بامیان ولایت پنجاب ولسوالۍ ته سفر وکړ.
یاد پلاوي د دواړو لورو له استازو سره په ګډه غونډه کې ټینګار وکړ چې د شخړې اړوند سیمې به په دقیقه توګه وڅېړل شي او وروستۍ پرېکړه به د اسلامي شریعت له احکامو او د معتبرو شواهدو او اسنادو پر بنسټ وشي. همدارنګه، پلاوي څرګنده کړه چې تر وروستۍ پرېکړې پورې هېڅ څوک حق نه لري خپل څاروي د شخړې ساحو ته بوځي.
د غونډې په پای کې، د سیمې اوسېدونکو، دیني عالمانو، مخورو، قومي مشرانو او د کوچیانو استازو د اسلامي امارت د مسئولانو له هغو هڅو څخه مننه او قدرداني وکړه چې د شخړې د سولهییز حل او فصل لپاره یې ترسره کړې.