د احمدشاه بابا په هوايي ډګر کې د نشه يي توکو اوه قاچاق کوونکي ونیول شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۴ - ۹:۹
7

تېره ورځ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په کندهار کې د احمدشاه بابا په نړیوال هوايي ډګر کې د نشه يي توکو اوه قاچاق کوونکي نیولي دي.
یادو کسانو په ۲۴۵ کپسولونو کې هیرویین په خپلو نسونو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې هندوستان هېواد ته یې ولېږي، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا نیول شوي دي.