دوه پاکستاني وګړي د غلا په تړاو په پلخمري ښار کې ونیول شول moi-af پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۲۶ https://moi.gov.af/ps/%D8%AF%D9%88%D9%87-%D9%BE%D8%A7%DA%A9%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86%D9%8A-%D9%88%DA%AB%DA%93%D9%8A-%D8%AF-%D8%BA%D9%84%D8%A7-%D9%BE%D9%87-%D8%AA%DA%93%D8%A7%D9%88-%D9%BE%D9%87-%D9%BE%D9%84%D8%AE%D9%85%D8%B1%D9%8A-%DA%9A%D8%A7%D8%B1-%DA%A9%DB%90-%D9%88%D9%86%DB%8C%D9%88%D9%84-%D8%B4%D9%88%D9%84 د بغلان ولایت پلخمري ښار لومړۍ حوزې پولیسو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې، ۲ تنه پاکستاي وګړي ( یوه ښځه او یو نارینه) نیولي چې، ګمان کیږي په کابل، پروان او بغلان ولایتونو کې په زنجیره یي غلاوو کې لاس لري. یادو کسانو د تېرو دریو ورځو په لړ کې، د کابل د زرګریو څخه د ۶۰۰۰ ډالرو په ارزښت، ۱۵۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت سره زر له پروان ولایت څخه او ۳۰۰ ډالر په پلخمري کې د یوې صرافۍ څخه غلا کړي وو چې په پلخمري ښار کې د پولیسو له لوري وینول شول. یوه اندازه غلا کړل شوي توکي د پولیسو لاسته راغلي او د دوی د شبکې او نورو غلا کړل شوو توکو د پیدا کولو هڅې روانې دي.