دوه تنه چې له ترهګرو طالبانو سره یې همکاري درلوده، ونیول شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۰ - ۸:۴۹
۷

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ او د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي. 
له نیول شویو کسانو څخه یو میل وسله، یو اندازه مهمات او یو عراده موټرسایکل ترلاسه شوي دي.