دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول.

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ او اړیکو لرلو په تړاو نیولي دي.
ځانګړو ځواکونو د ننګرهار په سرخرود او د کندهار په مرکز کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دا کسان نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یو میل وسله هم د پولیسو لاسته ورغلې ده.