درېیو ولایتونو کې څلور تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل، ننګرهار او بامیان ولایتونو په اړوند سیمو کې د یو لړ عملیاتو په پایله کې څلور تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ کابل کې یو کس، ننګرهار کې دوه تنه او بامیان کې هم یو کس نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه شپږ کیلوګرامه تریاک، اته کیلوګرامه چرس او همدارنګه دوه میله کلاشینکوف وسلې او یو اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي.