درېیو ولایتونو کې پولیسو نهه تنه د نشه‌یي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۰:۰
adaf

د کورنیو چارو وزارت نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد له نورو امنیتي ارګانونو سره په همکارۍ د جلا عملیاتو په ترڅ کې یو تن له پنځوس کیلو‌ګرامه چرسو سره په بغلان او دوه تنه له ۲۳ کیلو ګرامو تریاکو سره په غزني ولایت کې نیولي دي. 

همداراز، نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل ښار په پنځمې او څلورمې ناحیو او پغمان ولسوالۍ کې شپږ تنه له څلور کیلو‌کرامو چرسو، یو کیلو ګرام شیشې، ۱۳۷ نشه‌یي ټابلیټونو او د ایم فور او پیکا له ۳۲۸ مرمیو سره نیولي دي. نیول شوي کسان به د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.