درېیو ولایتونو کې اته تنه د نشه يي توکو د پلور  او قاچاق په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۵ - ۱۵:۲۵
1

تېره ورځ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په کابل، کندوز او لغمان ولایتونو کې د څلورو بېلو عملیاتو په ترڅ کې اته تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
له دې منځه د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ او پینځمې ناحیې کې شپږ تنه له ۲۴ کیلوګرامه ښيښه او هیرویینو سره، د کندوز ښار په اتمه ناحیه کې یو کس له ۷۵ لیتره الکولي څښاکو او د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار په اړوند پرتو سیمو کې هم یو کس له یو اندازه نشه يي توکو سره نیول شوي دي.