دایکندي کې یو متکرر مجرم له پولیسو سره تر نښتې وروسته ووژل شو

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۱/۱۱ - ۱۲:۳۵
j

د دایکندي ولایت په ګیتي ولسوالۍ کې یو متکرر مجرم د ملي پولیسو له ځانګړو ځواکونو سره تر نښتې وروسته ووژل شو.
یاد مجرم هغه مهال ووژل شو، چې د پولیسو خبرداري ته یې غاړه کښې نه ښوده او په وسله واله نښته یې لاس پورې کړ.
دا کس له څه مودې راهیسې تر پولیسو تر څار لاندې و، چې په پېلابېلو قضیو په ځانګړې توګه قتل، اختطاف او غلاوو کې یې لاس درلود.
له دې کس څخه یو میل کلاشینکوف، دوه پایې مخابرې او یو شمېر نظامي وسایل هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.