خوست کې یو کس د وژنې په تړاو ونیول شو
د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو په تڼیو ولسوالۍ کې یو کس د قتل په تړاو نیولی دی.
یاد کس څه موده دمخه یو تڼی مېشتی وژلی و او له هغه وروسته تښتېدلی و.
نیول شوی کس اوس مهال د پولیسو تر لا زیاتو پوښتنو او ګروېږنو لاندې دی.