خوست کې یو ځوان د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شو.

تېره ورځ د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو یو ځوان د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلی دی.
انسان تښتوونکو څه موده دمخه د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ له چنداړ کلي یو کس چې عزت الله نومېږي، تښتولی و، چې د دې ولسوالۍ د پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې راخوشي او کورنۍ ته سپارل شوی دی.
انسان تښتوونکي چې د پولیسو له راتلو خبرېږي، کرولا موټر یې په تڼیو ولسوالۍ کې پرېږدي او له سیمې تښتي؛ خو د نیولو په هدف یې د پولیسو هڅې روانې دي.