خوست کې یو تن د غلا په تور ونیول شو.
د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په ګربزو ولسوالۍ کې یو کس د یو موټر د غلا په تور نیولی دی.
نیول شوي کس د یو خوست مېشتي التو موټر تښتولی و، چې د ګربزو ولسوالۍ د پولیسو لخوا ونیول شو.
یاد کس عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوی دی.