خوست کې چاودېدونکي توکي کشف او شنډ شول.

د خوست ولایت د لومړۍ حوزې اړوند په کابل اډه سیمه کې چاودېدونکي توکي کشف شول.
یاد چاودېدونکي توکي په یوه بوجۍ کې د ترهګریزو پېښو د ترسره کولو لپاره ځای پر ځای شوي وو؛ چې موخې ته له رسېدو مخکې د ملي پولیسو له خوا کشف او شنډ شول.