خوست کې څلور ترهګر طالبان ووژل شول.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۲ - ۱۰:۲
k

تېره ورځ مازدیګر مهال ملي پولیسو له ملي امنیت ځواکونو سره یو ځای په خوست کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې څلور ترهګر طالبان وژلي دي.
یادو ترهګرو طالبانو غوښتل چې د تڼۍ ولسوالۍ په لغوړي پیران سیمه کې پر دولتي بنسټونو بریدونه ترسره کړي، چې هدف ته له رسېدو مخکې د ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو لخوا پېژندل شوي او د یوې نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي.
د یادونې ده چې له دې ترهګرو طالبانو څخه درې میله کلاشینکوفونه، درې قبضې لاسي بمونه، اوه عدده ریموټ کنټرول دستګاوې او یو عراده موټر د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.