خوست کې پولیسو یو انسان تښتوونکی ونیوه

د خوست ولایت د ښار اړوند ازداۍ مېنې سیمه کې یو انسان تښتوونکی د پېښې پر مهال لاس په لاس ونیول شو.
انسان تښتوونکي یو موټر چلوونکی په چل او فرېب کور ته بېولی و او وروسته یې پر هغه د تبر ګزارونه کړي وو؛ له پېښې سره سم ځايي خلک پرې خبر شوي او پولیسو ته یې خبر ورکړی؛ له خبر سره سم د خوست له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د یاد انسان تښتوونکي مخه ونیوه او د موټر چلوونکي ژوند یې وژغوره.
موټر چلوونکی اوس مهال په روغتون کې دی او وضعیت یې هم د ډاډ وړ ښودل شوی دی.