خوست کې له یوې خونړۍ موټربم چاودنې مخنیوی شوی
پولیسو تېره شپه د خوست ولایت په دوه منده ولسوالۍ کې له یوې موټربم چاودنې مخنیوی کړی دی.
دوه ترهګرو غوښتل یاد موټربم خوست ښار ته دننه کړي او د اختر په شپو ورځو کې چاودنه ورکړي، چې د پولیسو لخوا پر وخت تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
د دې موټربم په کشف سره له یوې لویې ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی شوی دی.