خوست کې د یوې چاودنې مخه ونیول شوه.
د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په لکڼو بازار کې یو کړۍ د پرسونل ضد ماین کشف او شنډ کړ.
ترهګرو د خوست ولایت د مرکز لکڼو بازار په سیمه کې د ملکي مرګ ژوبلې لپاره یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو له خوا کشف او شنډ شو.