خوست کې د پولیسو منسوبینو لپاره ۱۵ ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد

د خوست امنیه قومندانۍ د ښوونې او روزنې مدیریت په چوکاټ کې د امنیه قومندانۍ، ولسوالیو او امنیتي حوزو اړوندو ۱۶۲ منسوبینو ته ۱۵ ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد.
په دې سمینار کې ګډونوالو ته د پولیسو تکتیکونو، محاسبې، لوژستیک، تدارکاتو او اداري چارو په برخو کې هر اړخیزه روزنه ورکړل شوه.
د پای مراسمو ته د خوست امنیه قومندان الحاج ملا عبدالله حماد او د پکتیا ملي پولیسو د روزنیز مرکز قومندان سمیع الله خالد ویناوې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل چې ترلاسه شوي مهارتونه د خلکو او اسلامي نظام د خدمت لپاره وکاروي.
ګډونوالو ژمنه وکړه چې ترلاسه شوي مهارتونه به د ولس د خدمت او د نظام د پیاوړتیا لپاره په خپلو ورځنیو چارو کې عملي کوي.